هنګو: د وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا علي امين ګنډاپور احکامات په رڼا کښې د کوهات ډويژن کمشنر ، د هنګو او اورکزو ډپټي کمشنرز او ډي پي اوز سره په شريکه هنګو کښې د ګرينډ جرګې غړو او د کوهاټ امن کميټۍ اراکينو سره تفصيلي ملاقات او مشاورت کړيدې ۔
ملاقات کښې د مشاورت وروستو په دې اتفاق شوې چې د کرم دواړه فريقينو او ګرينډ جرګه به ډير زر کوهاټ کښې د جنګ بندۍ معاهده کوي او يو بل سره مشاورت او خبرو اترو سره به د کرمې د مسئلے مستقل حل راويستې شي ۔
مشترکه اجلاس کښې دا فيصله شوې چې آئنده به ټل کوهاټ روډ باندې هيڅ قسمه احتجاج نه کيږي ،د دې فيصلې په
خلاف ورزۍ کولو به پوليس کاروائي کولې شي ۔
غونډۀ کښې دا فيصله هم شوې چې د کرم په مسئله به هنګو ، کوهاټ يا اورکزئۍ کښې جلسه يا جلوس نه شي ويستلې کيدې ۔
اجلاس ته وئيلي شوي چې ګرينډ جرګه د فريقينو سره رابطه کښې ده او جنګ بندۍ خلاف ورزي به نه کيږي ۔