وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې د علاقائي او نړيوال صورتحال په تناظر کښې اعلیٰ پائې اجلاس شوې چې پکښې کفايت شعاري پلان صنعتي او زرعي شعبو باندې نۀ لاګو کولو فيصله شويده، وزيراعظم هدايت کړې چې څلور واړۀ صوبې دې دغه منصوبه باندې مؤثرعمل درآمد يقيني کړي،د صوبو نمائندګانو اجلاس ته تفصيلي بريفنګ هم ورکړې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د کفايت شعارۍ متعلق اهم اجلاس شوې چې پکښې د ټولو صوبو وزرائے اعلیٰ او د آزاد کشمير وزيراعظم پشمول نورو متعلقه چارواکو ګډون کړيدې ۔
وزير خزانه محمد اورنګزيب غونډې د نړېوال صورتحال په وړاندې په پاکستان پريوتېۍ اثراتو باندې تفصيلي بريفنګ ورکړې ، غونډۀ کښې نورو وفاقي وزيرانو پشمول نائب وزيراعظم هم شرکت کړيدې ۔
اجلاس دوران ټول ملک کښې کفايت شعاري عمل کولو لپاره تګ لارې ته حتمي شکل ورکړې شوې، او دې لړ کښې متعلقه چارواکو او صوبوئي حکومتونو نه تجاويز هم غوښتې شويدي ۔
اجلاس ته وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې حکومت به مشکل حالاتو باوجود اولس ته تر ډير حده ريليف ورکوي، دې لړ کښې وزيراعظم وفاقي وزيرانو، سيکرټريرز او نور سرکاري افسرانو ته خصوصه هدايات هم جاري کړيدي ۔
اجلاس کښې کفايت شعاري پلان صنعتي او زرعي شعبو باندې نۀ لاګو کولو فيصله شوې، او وزيراعظم هدايت کړې چې څلور واړۀ صوبې دې دغه منصوبه باندې مؤثرعمل درآمد يقيني کړي ۔

