د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جمعې په ورځ اسلام آباد کښې شوې افسوسناک پيښه د ملک لپاره يوه توره ورځ ګرځولې او د اسلام آباد امام بارګاه چاودنې وروستو ئې د تحقیقاتو او ګرفتاريانو په اړه تازه معلومات قام ته وړاندې کړي ، محسن نقوي مطابق د ترهه ګرۍ نيټ ورک ته فنډنګ د بهارت لخوا ميلاويږي او تربيت ئې افغانستان کښې قائم مراکز کښې کيږي ، وائي چي يو افغان وګړې چې د حملې ماسټر مائنډ وو، هم نيولې شوې، ماسټر مائنډ چې داعش سره تعلق لرې زمونږ په حراست کښې دې ۔
اسلام آباد کښې د اعلیٰ سطحې امنیتي اجلاس وروستو وزیرداخله محسن نقوي خبرې غونډې ته د نیول شوې کسانو په حواله تفصيلات وړاندې کړل او په ډاګه ئې کړه چې دې لړ کښې شوې کاروائيو دوران یو پولیس افسر شهید شوې او درې نور ژوبل شويدي ۔
د محسن نقوي وينا وه چې د چاودنې وروستو زمونږ ټولې ادارې په مکمله توګه چمتو وې او ټوله شپه عملیات جاري وو، د وزير داخله وينا وه چې دترهه ګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي او د خېبر پښتونخوا پولیس ټول هاغه کسان نیولي چې دحملې سره ئې تعلق لرلو یا د هغې پشا ماسټر مائينډ يعني پلان جوړونکي وو ۔
هغه په دي کاميابۍ سي ټي ډي او د خېبر پښتونخوا پوليس ټیمونو ته اومبارکي هم ورکړې او وئيلي دي چې د چاودنې وروستو نوښار کښې چهاپه وهلې شوې او څلور سهولت کار نيولي شوي ۔
وفاقي وزير مطابق يو افغان وګړې چې د حملي ماسټر مائنډ وو هم نيولي شوې، ماسټر مائنډ چې داعش سره تعلق لري زمونږ په حراست کښې دې ۔
د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې د کاروائۍ دوران د خېبر پښتونخوا پوليس يو سب انسپکټر شهيد شوې ، د دې چاودنې شاته کار کونکي نيټ ورک افغانستان کښې تربيت ترلاسه کړې دې ،مونږ سره په دې حواله قوي شواهد موجود دي ۔
د محسن نقوي وينا وه چې پاکستان کښې د د آئي ايس آئي ايس ټول نيټ ورک ختم کړې شوي، دا ټول نيټ ورک د پيسو لپاره کار کوي او واضحه ده چې دې ته فنډنګ د بهارت لخوا ميلاويږي او تربيت ئې افغانستان کښې قائم مراکز کښې کيږي ۔

