آئي ايس پي آر له لوري جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير د جنوبي وزيرستان وانا سيمې دوره کړېده، آرمي چيف ته د موجوده سيکورټي منظر نامې او ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره جاري کاروائيانو باندې بريفنګ ورکړې شوېدې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې آرمي چيف په دې موقع افسرانو اوځوانانو سره خبرې اترې کړي او د ترهه ګرۍ مقابلے کښې پاک فوج ځوانانو د غير متزلزل او ثابت قدمۍ ستائينه ئې کړېده ۔
په دې موقع آرمي چيف اوو ئيل چې شهدا د پاکستان فخر دے او د دوي قربانيانې به چرې هم هيرې نکړې شي، د قوم حمايت سره به پاک فوج او قانون نافذ کونکې ادارو سره په شريکه ملک کښې د پائيدار امن او استحکام بحالي يقيني جوړ وي او د هر قسمه انتها پسندۍ او ترهه ګري خاتمې لپارهبه په خپل عزم قائم اوسو ۔
آرمي چيف مخکښې اووئيل چې د رياست خلاف مذموم سرګرميانو، سهولت کارانو او مالي مرستې کونکو خاتمے پورې به هغوي نه پريږدو، آرمي چيف مسلح فوج او قانون نافذ کونکو ادارو ځوان د قام حقيقي هيرو ګرځولي دي او وې وئيل چې د ځوانانو بهادرې ټول ملک متاثره کوي ۔