د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې پيښور کښې د ترهه ګرۍ لوئې هڅه شنډه کړي او مافغانستان سره تعلق لرونکي يو ترهه ګر او د هغه مرستيال ئې وژلي دي ۔
سي ټي ډې چارواکو وئيلي دي چې وژلي شوې ترهه ګر او د هغۀ سهولت کار د پيښور حساس ځائې د ترهه ګرۍ منصوبه جوړه کړې وه، کومه چې ناکامه کړې شوې ده ۔
د پیښور په شمشتو په علاقه کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې يعنې سي ټي ډي د ترهه ګرو لخوا د خودکش حمله د لارې حساس تنصیب په نښه کولو پلان ناکامه کړې دې ۔
سی ټی ډی په مقابله کښې افغانستان نه راغلې خودکش حمله آور او د هغه يو سهولت کاري وژلې دې چې ترینه وسله ، خود کش جیکټ او ګوله بارود برآمد کړې شوي دي ۔