د کوزدير چکدره علی مست سيمه کښې د لارې په شخړه د دوؤ فريقينو ترمينځ ډزو په نتیجه کښې دوه کسان پحق رسيدلی او څلور کسان ژوبل شويدي ، مړۀ شوي کسان دواړه رونړه او فريقين د ترۀ ځامن دي ۔
د علي مست روئیدار علی او علي محمد څوک چې دوړاه رونړه دي او د ځامنو تر مينځ د څه مودې نه لار بندولو مسئله روانه وه چې نن پکښې د دواړو فريقينو تر مينځ تکرار په ډزو کښې بدل شوې وو ۔
د ډزو په نتيجه کښې روئیدار علی دوه ځامن صدام او ابرار په موقع پحق رسيدلی او انورعلي، آصف، امان علي اوحسن علي ژوبل شويدي ۔
مړۀ شوي او ژوبل کسان اول کيټيګري بي هسپتال چکدرې ته رسولو ورستو ژوبل کسان سوات هسپتال او د دواړو کسانو مړي خپل کور علي مست ته رسولې شويدي ۔
مړه شوي او ژوبل کسان خپل مينځ کښې د ترۀ ځامن وو ، د ژوبل کسانو حالت هم مرګونې ښودلې شوې دې، چکدره پوليس مقدمه درج کړې او نورې پلټنې ئې ئې شروع کړيدي ۔