کوز دير کښې د خېبرنيوز نمائنده محمد اسرار باندې د کور مخې ته نامعلوم کسانو تشدد کړې، چې پکښې هغه سخت ژوبل شويدې،نامعلوم کسانو خبريال محمد اسرار د خپل نه په بهانه راويستې وو او بيا ئې پرې سخت تشدد کړې،چې لوجې ئې د هغه سر، پښې او لاسونه زخمي شويدي،چکدره پريس کلب د پيښې سختو ټکو کښې غندنه کړې، متعلقه ادارو نه ئې د ملزمانو ګرفتارۍ مطالبه کړې اود احتجاج اعلان ئې هم کړيدې ۔
کوز دير سره تعلق لرونکې سينئرخبريال او د خېبر نيوز رپورټر محمد اسرار باندې نامعلوم کسانو د خپل کور مخې ته تشدد کړ، چې لوجې ئې هغه ژوبل حالت کښې هسپتال ته منتقل کړې شويدې ۔
نامعلومه کسان د محمد اسرار د کور دروازې ته ورغلي وو او په هغۀ ئې د ډنډو او وسپنو ګوزارونه کړې چې لوجې ئې صحافي محمد اسرار سر مات شوې او د وجود مختلفو برخو باندې ئې زخمونه راغلې دي ۔
محمد اسرار سخت ژوبل حالت کښې د چکدرې هسپتال ته منتقل کړې شوې، چرته چې د هغوي حالت د خطرې نه بهر ښودلې شويدې ۔
مقامي پوليس تهانړې د پيښې رپورټ درج کړې او پلټني ئې پيل کړيدي، بلخوا چکدرې پريس کلب د پيښې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او غوښتنه ئې کړې چې پيښه کښې ککړ کسانو خلاف دې فوري کاروائي اوکړې شي او قانون مطابق دې ورته سزا ورکړي شي ۔
د چکدرې پريس کلب صدر محمد جليل وئيلي چې ترڅو ملزمان نيولې شوي نۀ وي نو ټول ډويژن کښې به احتجاج کولې شي ۔

