دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې بلوچستان کښې په لوئې شميره کښې د فوج تعيناتۍ ضرورت دې،افغانستان خاوره پاکستان خلاف استعماليږي،خواجه آصف وئيلي چې بلوچستان کښې درې ورځو دوران يو سل، اووۀ اوويا ترهه ګر وژلي شوي، دې دوران شپاړس سيکيورټي اهلکاران او دري ديرش عام کسان هم شهيدان شويدي ۔
اسلام آباد: قامي اسمبلي ته خطاب کښې خواجه آصف اووئيل چې بلوچستان کښې د تيلو پشمول مختلفو څيزونو اسمګلنګ کيږي، حکومت د سمګلنګ مخنيوې لپاره سخت اقدامات پورته کوي، ترهه ګر د تيلو سمګلنګ نه روزانه څلور اربه روپې ګټي ۔
هغه اووئيل چې په چمن بارډر يوه لوئې احتجاج هم شوې وو، ترهه ګرو د قوم پرست تحريک يا بشري حقوقو سره هيڅ تعلق نيشته دې، په بنيادي توګه د کاروباري نقصاناتو ازالے لپاره تحريک چلوي، بي ايل اے په نوم جرائم پيشه خلق دغه سمګلرانو ته تحفظ فراهم کوي ۔
خواجه آصف دا هم اووئيل چې د افغانستان خاوره پاکستان خلاف استعماليږي، سيکيورټي فورسز ترهه ګرو خلاف کارروائيانې کوي، تيرو دوه ورځو دوران يوسل اوو اويه ترهه ګر وژلي شويدي، ولې شپاړس سيکيورټي اهلکاران او درې ديرش عام وګړي شهيدان شويدي، بلوچستان کښې فوج تعينات کولو ضرورت دې ۔

