د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه يو ځلې بيا ځنډولے شوې ده ۔
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه بغير د څه وجې دري ويشتم ستمبر پورې ملتوي کړے شوې دې ۔
د اسمبلۍ اجلاس دراتلونکي مياشتي په دويمه نيټه کيدونکې وو۔
ذرائعو ترمخه د پخواني صوبائي وزير شکيل احمد کابينې څخه لرې کولو نه پس اسمبلۍ ته د ممکنه خطاب لوجې د اسمبلۍ اجلاس بار بار ځنډولے کيږي ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې صوبائي حکومت شکيل احمد ته د خطاب موقع نه ورکولو حتمي فيصله کړې، پخواني وزير وئيلي چې ايوان کښې به د صوبائي حکومت کرپشن په معامله ضرور خطاب کوي ۔