د خېبر پښتونخوا ديارلس کسيزه کابينې حلف پورته کړېدې،حلف بردارۍ دستوره ګورنر هاؤس کښې شوې، او ګورنر فيصل کريم کنډي د نوې کابينې اراکينو نه حلف اخستې دې ۔
پيښور: د خېبرپښتونخوا د نوې ديارلس کسيزه کابينې اراکينو د حلف پورته کولو دستوره ګورنر هاؤس پيښور کښې ترسره شوې ده ۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د کابينې اراکينو نه حلف اخستې دې، په دې موقع د پي ټي آئي صوبائي او مرکزي مشران هم موجود وو ۔
دستوره کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي، سپيکر بابرسليم سواتي پشمول نورو مشرانو ګډون کړيدې،نوې کابينه کښې لس وزيران، دوه مشيران او يو معاون خصوصي شامل کړې شوېدې ۔
حلف اخستونکي صوبائي وزيرانو کښې مينا خان، فضل شکور، آفتاب عالم، فیصل ترکئۍ ،عاقب الله ، ارشد ایوب خان، امجدعلي، خلیق الرحمان، ریاض خان اور فخرجهاں شامل دي ۔
دې تر څنګ کابينه کښې شامل اراکينو کښې مزمل اسلم اور تاج محمد د وزیراعلیٰ مشیر اور شفیع الله جان معاون خصوصي دي ۔

