د خېبرپښتونخوا دوه مختلفو ضلعو کښې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز کاميابه کاروائي کړې چې پکښې ديارلس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
د اپاک فوج اطلعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع د خېبر ضلعې باړه سيمه کښې آپريشن شويدې ۔
آئي ايس پي آر خپل بيان کښې وئيلي دي چې آپريشن دوران ډزو تبادله کښې لس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه دوئمه کاروائي بنوکښې شوې چرته چې د عملياتو دوران درې ترهه ګر وژلي شويدي ۔
د آئي ايس پي آر په بيان کښې وئيلي شوي چې علاقې د ترهه ګرو نه صفا کولو لپاره د سيکيورټي فورسز کليئرنس آپريشن جاري دې ۔

