خېبرپښتونخوا پوليسو د سېکورټي مد کښې يو بل لوئې پرمختګ کړې او نوې اينټي ډرون سسټم ئې ترلاسه کړيدې،ذرائع وائي چې دا اينټي ډرون سسټم به په ميلونه فاصله کښې د ترهه ګرو ډرون په نښه کوي ۔
پيښور: د پوليس مرکزي دفتر سي پي او ذرائع وائي چې پوليس اوس د نوې اينټي ډرون ټېکنالوجۍ ترلاسه کړې ده، کوم چې نه صرف په صوبه کښې ده ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پوليس مرستيال جوړ وي بلکه د دې ټېکنالوجۍ په مرسته به پوليس د ترهه ګرو ډرون له څو کلوميټرو لرې کاميابۍ سره راوغورځوي او تباه کوي ۔
د سي پي او ذرائع زياتوي چې دغه اينټي ډرون سسټم به نۀ صرف د سېکورټي عملياتو لپاره استعماليږي بلکه د مهمو سرکاري غونډو مشرانو، او حساسو ودانو لپاره هم پکار راستې کېږي ۔
د پوليس ذرائعو دا هم وئيلي چې دا قدم به نه صرف د ترهه ګرو سازشونه ناکامه کوي، بلکه د اولس باور به نور هم په سيکورټي ادارو زيات شي ۔