پېښور: د خېبرپښتونخوا حکومت او د احتجاجي استاذانو ترمينځ مذاکرات کامیاب شوي چې وروستو د پرائمري سکولونو استاذانو په پيښور کښې پنځه ورځو راهسې جاري احتجاج دهرناختمولو او د ګل ورځېۍ نه ټوله صوبه کښې سکولونه کولاؤلو اعلان کړېدې ۔
د خېبر نيوز د معلوماتو ترمخه د پاکستان تحريک انصاف مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ارباب شير علي د پرائمري استاذانو په دهرنا کښې د مذاکراتو د کاميابۍ اعلان کړيدې ۔
هغه مظاهرچيانو استادانو مطالبې تسليم کړې او په دې ټولو مطلابو به يو مياشت کښې عمل درآمد کولې شي ۔
ارباب شير علي اووئيل چې حکومت د استاذانو د بهرتي کولو سکيل به 12 نه 14 کولې شي او د پرائمري هيډ اټيچر سکيل به 15 نه 16 کولې شي ، د استاذانو بهرتي کولو لپاره به تعليمي قابليت يا بي اے بي ايس سي وي ۔
هغه اووئيل چې استاذانو ته اووئيل چې صوبائي حکومت به صوبه کښې ديارلس زره استاذان مستقل کولو اعلاميه ډير زر جاري کوي، او اووه ضلعو کښې به د درې زره پرائمري هيډ ټيچرانو ته به ترقي کولې شي ۔
ارباب شير علي مخکښې اووئيل چې د استاذانو سي پي فنډ په پنشن کښې بدلولو لپاره به صوبائي کابينې نه منظوري اخستې شي، او د جبري ريتائر کولو استاذانو په اړه فيصله به هم واپس اخستې شي ۔
پي ټي آئي رهنما اووئيل چې دې لړ کښې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور او صوبائي وزير تعليم سره خبره شوې ،محکمه تعليم سره به ناسته کوؤ، او د استاذانو د ټولو مسئلو حل به راوباسلې شي ۔
ارباب شير علي زياته کړۀ کۀ چرې د استاذانو مسئلې حل نۀ شوې نو زه به پخپله استاذانو سره په سړکونو احتجاج کښې شرکت کوم۔
بلخوا هړتال کونکي استاذانو وئيلي چې مونږ له زمونږ د ټولو مسئلو حل کولو يقين دهاني راکړې شوې ،طمع ده چې صوبائي حکومت به يو مياشت کښې دننه زمونږ ټولې مطالبې تسليموي ۔