پيښور کښې د صوبائي اسمبلۍ فُل ھاؤس کمیټۍ وړومبې غونډہ د وزير اعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې ترسره شوې په کوم کښې چې د سپيکر او ډپټي سپيکر نه علاوه اپوزيشن ليډر او د اسمبلۍ نورو غړو شرکت کړېدې ۔
د فُل ھاؤس کمیټۍ غونډہ کښې د پختون قامي جرګې لخوا وړاندې کړې شوو مطالباتو او د مسئلو حل کولو دپارہ د سب يعنې ذيلي کمیټۍ جوړولو فیصله شويده ۔
دا فيصله هم شوې چې ذېلي کميټۍ کښې به صوبائي اسمبلۍ کښې د موجود ټولو سیاسي ګوندونو نمائندګي موجوده وي ۔
کميټي به د وفاقي حکومت سره تړلې مسئلې د ضروری کاروائی دپارہ وفاق ته او نورو ادارو ته لیږي ،غونډه کښې دا فيصله هم شوې چې کالعدم ګرځولې شوې پښتون تحفظ موومنټ په اړه فيصله به هم وفاقي حکومت سره پورته کولې شي ۔