خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس کښې پري بجټ باندې بحث شروع شوې، وزير قانون څليريشت نکاتو باندې مشتمل بجټ تجاويز متعلق قرارداد پيش کړې، د پي ټي آئي رکن عبيد الرحمان وئيلي چې د تير کال منصوبې نن هم بجټ نه محرومه دي،دغه منصوبو ته ملازمين تعينات شوي او بجټ ورته نۀ دې ميلاؤ شوې، دوه زره نورلسم راهسې دير موټروے باندې اوسه پورې کار نۀ دې شروع شوې ۔
پيښور: د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اجلاس د شپږ نکاتي ايجنډې سره د پينل چئيرمين ادريس خټک په مشرۍ کښې سرته رسيدلې دې ۔
غونډه کښې په پري بجټ يعنې د بجټ نه وړاندې د حکومتي او اپوزيشن غړو لخوا بحث اوکړې شو ،غړو مطالبه اوکړه چې د تير کال بجټ کښې کوم ترقیاتی منصوبې منظوري کړې شوي هغو ته دې فنډونه جاري کړې شي ۔
د دوي وينا وه چې په راتلونکي بجټ کښې دې تعلیم ،صحت او د زراعتو شعبو او د توانائۍ منصوبو ته خصوصي پاملرنه اوکړې شي ۔
پي ټي آئي رکن عبيد الرحمان وئيلي چې د تير کال منصوبې نن هم بجټ نه محرومه دي،دغه منصوبو ته ملازمين تعينات شوي او بجټ ورته نۀ دې ميلاؤ شوې، دوه زره نورلسم راهسې دير موټروے باندې اوسه پورې کار نۀ دې شروع شوې ۔
اجلاس دوران صوبائي وزير قانون څليريشت نکاتو باندې مشتمل بجټ تجاويز متعلق قرارداد پيش کړې دي ۔
بلخوا اجلاس دوران رستم کښې لينډ سلائيډنګ دوران پحق رسيدلې کسانو بخښانې لپاره فاتحه خواني شوې، او د دوي لواحقين لپاره د مالي امداد غوښتنه هم شوې ۔

