تیره ورځ په ضلع خېبر تیرا کښې د خپلو ذمه وارو ترسره کولو دوران شهید شوې د پاک فوج ځوان ثناالله جنازې مونځ آبائي کلي کاټلنګ پیپل کښې ادا شوې، د جنازے مونځ کښې سيکيورټي ادارو مشرانو او مقامي خلقو ګڼ شمير کښې شرکت کړې وو ۔
کاټلنګ: تیراه کښې شهید شوې د پاک فوج ځوان شهید ثناالله جنازي مونځ پیپل کښې ادا شوې، جنازه مونځ کښې خپلو خپلوانو دپاک فوج افسرانو او دعلاقي خلقو په ګنړ شمیر کښي ګډون کړي ۔
د جنازي وروستو د پاک فوج دستی شهید ته سلامي پیش کړې او هغه ئې د پوره فوجی اعزاز سره خاورو ته سپارلې دې او فوجيا فسرانو د شهید په قبر ګلدسته هم ایښودې ۔
د ثناالله شهید خپلوخپلوانو وئيلي چې هغوي د ثناالله په شهادت فخرکوي ولې چې هغۀ د وطن لپاره د خپل سر قرباني ورکړې او دابه ټول عمر د هغوي دپاره د سرلوړي سبب ګرځي ۔