کرک کښې دوه فريقينو ترمينځ ډزې شوي، پيښۀ کښې پنځه کسان پحق رسيدلي او يو کس ژوبل شويدي، پحق رسيدلي کسانو تعلق يو خاندان سره ښودلې شوې چې پکښې د پيښور يو ميلمه هم شامل دې ۔
کرک: پوليس وينا مطابق غونډي ميرخان خيل سيمه کښې دوه فريقينو ترمينځ ډزې شوي دي ۔
پوليس وئيلي چې ډزو په نتيجه کښې پينځه کسان پحق رسېدلي او يو سخت ژوبل شوې دې، پحق رسيدلي کسانو کښې د پيښور نه راغلې يو ميلمه هم شامل دې ۔
پوليس وئيلي چې پحق رسيدلي او ژوبل کس تعلق د يو خاندان سره ښودلې شوې دې ۔
پحق رسيدلي کسانو مړي ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل کړي شويدي، پوليس د ځائي نه شواهد رايو ځائې کړي او د پيښې تحقيقات ئې شروع کړيدي ۔

