کراچي: آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د پاک فوج سر لښکر جنرل عاصم منير کراچۍ کښې جاري د دفاعي نمائش آئيډياز دوه زره څليريشتم د مختلف سټالونو دوره کړې او د دوست ملکونو د مينو فيکچررز په نمائش کښې ګډون ئې ستائلې دې ۔
دفاعي نمائش کښې ګلوبل انډسټري ډيفنس سلوشنز پاکستان لخوا دجديد ترين ډرون شاهپر تهري د توجو مرکز جوړ شوې وو۔ ډرون شاهپر تهري د پنځه ديرش زره اوچتوالي نه د آپريشنل کيدو صلاحيت لري او څليريشت ګهنټو نه زيات وخت پورې پرواز کولې شي ۔
آئي ايس پي آر مطابق آرمي چيف په دې موقع د غير ملکي فوجي چارواکو او دفاعي مندوبينو سره خبرې اترې هم کړېدي ۔
دې نه وړاندې د کراچۍ کور کمانډر ليفټيننټ جنرل بابر افتخار د آرمي چيف جنرل عاصم منير ايګزي بيشن سينټر ته راتلو باندې تود هرکلې کړېدې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د آئيډياز دوه څليريشتم دولسم ايډېشن په نورلسم نومبر شروع شوې او دا به دوه ويشتم نومبر پورې جاري وي ۔
دې دفاعي نمائش کښې پنځه سوه اووه پنځوس نمائش کنندګان شرکت کوي چې پکښې درې سوه دري ديرش بين الاقوامي نمائش کنندګان دي او شپږ ديرش ملکونو پکښې سټالز لګولي دي ،اوولس ملکونه په اول ځل دې نمائش کښې برخه اخلي ۔