د اسلام آباد ترلائي امام بارګاه خودکش حملې تحقيقات جاري دي ، قانون نافذ کونکو ادارو شواهد جمع کړي ، خودکش حمله آور څلور نه شپږ کلو پورې بارودي مواد استعمال کړي ۔
اسلام آباد کښې تيره ورځ امام بارګاه باندې شوې خودکش حملې پلټنې جاري دي، ذرائعو ترمخه شواهد جمع کولو لپاره نيشنل فرانزک ايجنسۍ او نادرا نه مدد اخستې شوي ۔
خودکش بمبار وړومبې ډزې کړې وې ، د هغې وروستو جومات هال کښې ځان الوزولې دې ، حمله آور څلور نه شپږ کلو پورې بارودي مواد استعمال شوي دي ۔
ذرائعو زياتوې چې د بال بيرنګ تعداد ډير زيات وو ، حمله آور په لاره کښې دوه او جومات ته داخليدو نه وروستو شپږ ګولې فائر کړې وې ، د امام باړې نه بهر د ګولو خول هم ميلاؤ شويدي ۔

