د ايران سپريم ليډر مجتبیٰ خامنه اي امريکې سره د مذاکراتو حمايت کړېدې، بهر ملکي ميډېا رپورټ کښې وئيلي شوي چې د سپريم ليډر حمايت نه وړاندې ايراني چارواکو د مذاکراتو مخالفت کړې وو، رپورټ ترمخه د ايران او امريکې ترمينځ مذاکرات اسلام آباد کښې متوقع دي، چې ورسره په نړيوال کچ د پاکستان د سفارتي کوششونو اهميت نور هم سيوا شويدې ۔
العربيه ټيلي وژن طرف نه خپور شوې يو خبر کښې وئيلي شوي چې د ايران سپريم ليډر مجتبیٰ خامنه اي امريکې سره د مذاکراتو حمايت کړېدې ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې دې نه وړاندې د امريکائي صدر د مذاکرات اعلان د ايران چارواکو مسترد کړې وو او وئيلي وو چې امريکې سره هيڅ مذاکرات نۀ کيږي ۔
د العربيه ټي وي رپورټ ترمخه د ايران او امريکې ترمينځ مذاکرات اسلام آباد کښې متوقع دي ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې د مذاکراتو کوششونو او مشرق وسطي کښې امن په حواله په نړيوال کچ د پاکستان د سفارتي هڅو اهميت نور هم سيوا شويدې ۔

