د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې د ايران او اسرائيل دواړو نه خوشحاله نه يم ، اسرائيل ته ئې خبردارې ورکړې چې د جنګ بندۍ خلاف ورزي اونکړي ۔
ډونلډ ټرمپ اووئيل چې د ايران جوهري صلاحيتونه ختم کړې شوي ، ايران به اوس چرې هم خپل جوهري پروګرام دوباره شروع نکړي شي ۔
د ټرمپ وينا وه چې سعودي عرب دې ټوله معامله کښې يو غوره کردار ادا کړې ، ټرمپ د امريکي پائلټانو ستائينه هم کړې ، او وئيلي دي چې زمونږ پائيلټس ايران اسرائيل جنګ دوران يو تاريخي کردار ترسره کړيدې ۔
دي نه وراندي خپل بيان کښې ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې په ابتدائي توګه جنګ بندي به دولس ګهنټو لپاره وي د هغې وروستو به دا مکمل نافذ شي ۔
په سوشل ميډيا جاري بيان کښې ټرمپ وئيلي چې د جنګ بندۍ آغاز شوې ، د ايران او اسرائيل مهرباني به وي چې د جنګ بندۍ خلاف ورزي اونشي ۔
ټرمپ په خپل بيان کښې د ايران او اسرائيل دواړو ستائنه هم کړې او وئيلي دي چې د حوصلې ، دانشمندۍ او همت نه ئې کار اخستې دې ۔