د ايران او امريکې ترمينځ جاري جنګ خاتمې لپاره روانې هفتې دوران اسلام آباد کښې د مذاکراتو امکان دې، اسرائيلي ميډيا وئيلي چې دې اهم مذاکراتو کښې د ايران پارليمنټ سپيکر او د امريکې نائب صدر شرکت کولې شي، د امريکې يو صحافي خپل بيان کښې وئيلي چې کشيدګي کمولو لپاره د پاکستان، ترکيه او مصر چارواکو د امريکې او ايران ترمينځ پيغام رساني کوي ۔
د اسرائيل ميډيا رپورټس کښې دعویٰ شوې چې پاکستان، ترکيه او مصر د ايران او امريکې ترمينځ جنګ خاتمې لپاره پيغامونه رسول شروع کړې، امکان دې چې روانې هفتې دوران اسلام آباد کښې دې حوالې سره اهم اجلاس اوشي ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې دې اهم مذاکراتو کښې د ايران پارليمنټ سپيکر محمد باقر قاليباف او د امريکې نائب صدر جے ډي وينس، سټيو وټکوف او جيراډ کشنر شرکت کولې شي ۔
برطانوي خبري ايجنسۍ مطابق د امريکې يو صحافي په ايکس خپل بيان کښې وئيلي چې د پاکستان او مصر اعلي چارواکو سټيو وټکوف او ايراني کارجه وزير عباس عراقچي سره جدا جدا رابطې کړي ، ثالثي جاري او مذاکراتو کښې پيشرفت هم کيږي ۔

