د وزيراعظم شهبازشريف اپيل نه پس د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ اعلان باندې ايران هم لويه فيصله کړې او پنځلس ورځو لپاره ئې آبنائے هرمز کولاو لو اعلان کړېدې ، ايراني خارجه وزير عباس عراقچي وئيلي چې د تيلو ټول ګاډي به پنځلس ورځو دوران د ايراني امنيتي اهلکارانو په سيکيورټۍ کښې آبنائے هرمز نه آسانۍ سره تيريږي ،عباس عراقچي جنګ بندۍ په حواله د پاکستان شکريه هم ادا کړېده ۔
ايران د امريکې او اسرائيل سره د جنګ تصديق کړې او آبنائے هرمز ئې پنځلس ورځو لپاره کولاؤلو اعلان کړېدې ۔
د ايران خارجه وزير عباس عراقچي وئيلي دي چې ايراني سپريم نيشنل سيکيورټي کونسل امریکې او ايران سره پنځلس ورځو لپاره د جنګ بندې منظوري ورکړيده ۔
عباس عراقچي مطابق سپريم نيشنل سيکيورټي کونسل د آبنائے هرمز کولاؤلو منظوري هم ورکړې، او واضحه کړې ده چې آبنائے هرمز باندې تيريدونکي ګاډي به د ايران سيکيورټي اهلکارانو په نګرانۍ کښې تيريږي ۔
ايراني وزير خارجه اووئيل چې د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل جنګ بندۍ کښې لوئې کردار ادا کړې، ايران د پاکستان شکريه ادا کوي ۔

