سرښار اسلام آباد او خېبرپښتونخوا پشمول د ملک مختلف برخو کښې وقفې وقفې سره باران وريږي، بارانونو دوران د لينډ سلائيډنګ پيش نظر الرټ جاري کړې شوې، محکمه موسميات مطابق د بارانونو لړې به نهم اپريل پورې جاري وي ۔
ملک ته د مغربي هواګانو طاقتور سسټم داخل شوې چې ورسره د ملک زياتره برخو کښې د بارانونو سلسلہ وقفٰ وقفٰ سرہ جاری دہ ۔
د خېبرپښتونخوا هزاره او ملاکنډ ډويژنز، پيښور، مردان، نوښار، صوابې، چارسده او کوهاټ کښې وقفې وقفې سره د باران سلسله جاري ده ۔
د خېبرپښتونخوا جنوبي او قبائيلي اضلاع کښې هم وقفې وقفې سره باران وريدلې دې، د باران لوجې په خوړونو او نالو کښې سيلابي صورتحال پيدا کيدو انديښنه څرګند کړې شويده ۔
اسلام آباد او راولپنډي کښې باران وريدلې چې ورسره موسم خوشګوار شويدې، د لاهور او ګهير چاپير سيمو کښې هم د بارانونو سلسله جاري ده، بلوچستان شمالي برخو کښې هم د نور باران پيشګوئي شويده ۔
محکمه موسميات مطابق د بارانو اوسنې لړې به تر نهم اپريل پورې جاري وي ۔

