داخله وزير محسن نقوي کوهاټ کښې ترهه ګرو خلاف کاميابې کاروائۍ باندې د خېبرپښتونخوا پوليس ته خراج تحسين وړاندې کړې، محسن نقوي وائي چې کوهاټ پوليس په وخت کاروائي کړې او ترهه ګر ئې خپل انجام ته رسولي دي، خېبر پښتونخوا پوليس بهادرۍ سره د ترهه ګرو عزائم خاورو سره خاورې کړي ۔
اسلام آباد: داخله وزير محسن نقوي کوهاټ کښې د پوليس سره انښته دوران دوه ترهه ګر په وژلو خېبر پښتونخوا پوليس ته خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔
محسن نقوي اووئيل چي پوليس په وخت کاروائي کړېده او ترهه ګر ئې خپل انجام ته رسولي دي، خېبرپښتونخوا پوليس بهادرۍ سره د ترهه ګرو ناپاکه عزائم خاورو سره ميلاؤ کړيدي ۔
داخله وزير محسن نقوي ترهه ګرو سره ډزو په بدلون کښې شهيدان شوي ايس آئي طاهر نواز او کانسټيبل محمد علي ته خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔