پيښور کښې د ايف سي په هيډکوارټر د ترهه ګرو د حملې ابتدائي تحقيقات جاري شوي، د سيکورټي ادارو چارواکي نور شواهد هم راغونډوي،دهماکه په داسې وخت شوې چې د ايف سي په هيډکوارټر کښې پريډ روان وو، په پريډ کښې څلور نيم سوه ايف سي اهلکاران موجود وو، درې خودکش حمله آور پياده راغلي وو، درې واړو خودکش بمبارو خودکش جيکټې اچولې وې، د ترهه ګرو عمرونه د اتلس نه تر دوه ويشت کالو پورې ښودلې شوي ۔
پيښور صدر کښې د ايف سي په هيډکوارټر د خودکش حملې ابتدائي تحقيقات جاري کړے شوي دي ۔
د تحقيقاتو ترمخه درې خودکش بمبار چې عمرونه ئې د اتلس کالو نه تر دوه ويشت کالو پورې وو، پياده د ايف سي هيډکوارټر طرف ته راغلي وو ۔
رپورټ مطابق د ترهه ګر حملې په وخت د ايف سي په هيډکوارټر کښې د ايف سي ځوانانو د سحر پريډ کولو، په دې پريډ کښې څلور نيم سوه د ايف سي اهلکاران موجود وو ۔
د حملې ابتدائي رپورټ کښې وئيلي شوي چې خودکش بمبار د ترهه ګرۍ په منصوبه ايف سي هيډکوارټر راغلي وو او ټارګټ ئې هم دا پريډ وو ۔
د سيکورټي ادارو چارواکي نور شواهد هم راغونډوي، د ابتدائي تحقيقاتو ترمخه درې واړه خودکش بمبار وژلې شوي،
بل طرف ته په دې هم تحقيقات روان دي چې دا خودکش بمبار دې مصروف او معروف بازار ته چا او څنګه راوستلي وو، چا چا د سهولت کارۍ کردار ادا کړې وو ۔

