ټوکيو: جاپان کښې په تيرو پينځلسو کالو کښې په وړومبي ځل حکمران جماعت لبرل ډيموکرټيک پارټۍ انتخاباتو کښې اکثريت نۀ دې ترلاسه کړې ۔
جاپان کښې دحکومت جوړولو لپاره د يو جماعت سره په څلورسوه پينځه شپيتۀ نشتونو کښې کم نه کم دوه سوه درې ديرش نشستونه پکار وي ولې حکمران جماعت ايل ډي پي سره د اتحادي جماعت دوه سوه پينځلس سيټونه ګټلي دي ۔
مبصرين وائي چې دا د جاپان د انتخاباتو د اوسني تاريخ بدترينه نتيجه ده،او ټهيک پينځلس کالو په وړومبي ځل حکمران جماعت لبرل ډيموکرټيک پارټۍ وزيراعظم د لاسه ورکړيدے ۔
ياده دې وي چې جاپان کښې پخواني وزيراعظم فوميو کشيدا د خپلۀ څوکۍ نه استعفا ورکړې وه او اليکشن کېښ ئې د برخې نۀ اخستو اعلان کړې وو، دې نه پس حکمران جماعت شيګيرو ايشيبا وزيراعظم لپاره منتخب کړې وو، ولې هغه د خپلې څوکۍ سوګندپورته کولو نه وړاندې د انتخاباتو اعلان کړې وو ۔