پاکستان د سعودي عرب او نور ملکونو په خواست افغانستان کښې د آپريشن غضب للحق کاروائيانې د وړوکې اختر دوران اودرولي دي ۔
اسلام آباد: وزير اطلاعات عطا الله تارړ وئيلي دي چې د وړوکي اختر په احترام او برادر اسلامي ملکونو په درخواست آپريشن غضب للحق کاروائيانې د څليريشتم مارچ شپې دولس بجې پورې اودرولې شويدي ۔
وفاقي وزير وئيلي کۀ چرې دې دوران د پولې بل اړخ نه ډرون حمله يا څه قسمه کاروائي اوشوه نو بيا به په فوري توګه آپريشن شروع کولې شي ۔
بلخوا سعودي عرب او قطر د پاکستان او افغانستان ترمينځ وړوکي اختر په موقع د عارضي جنګ بندۍ هر کلې کړې دې ۔
دواړو برادر ملکونو چارواکو مطابق جنګ بندي د امن په اړخ اهم پيش رفت دې ،مذاکرات د تنازعاتو د حل يواځينې لار ده

