باجوړ ماموند کښې آپريشن سر بکف نن په دريمه ورځ جاري دې ، تيره ورځ ايراب سيمه کښې په کور ګوله پريوتو پيښه کښي مور او دوه ماشومان شهيدان شوي ، د ماموند په اووه ويشت علاقو کښې کرفيو د څوارلسم اګست پورې لګولې شوېده ، بلخوا ضلعي انتظاميې وئيلي چې خار منډا روډ، خار ناواګئۍ روډ او خار صادق آباد عنايت کلي سړکونه به نن کولاؤ وي ، دغې سيمو بازارونه هم پرانستي شوي دي ۔
باجوړ: د سيکيورټي ذرائعو ترمخه لوئې ماموند او واړۀ ماموند مخصوص علاقو کښې د ترهه ګرو خلاف ټارګټډ آپريشن سربکف په دريمه ورځ هم جاري دې ۔
سيکيورټي ذرائعو زياته کړې چې ټارګټډ آپريشن سربکف دوران د ترهه ګرو پټ ځايونه په نښه کولې شي او تر اوسه پورې يوشمير ترهه وژلي شوي دي ۔
بلخوا د مقامي سرچينو ترمخه تيره ورځ ايراب سيمه کښې په يو کور ګوله پريوتې ، پيښه کښې مور ، د هغې ماشومه لور او ماشوم ځوئې ئې شهيدان شوي ۔
دي نه وړاندې صديق آباد پهاټک سره د سيکيورټي فورسز په قافله حمله شوې وه ، د سيکيورټي سرچينو ترمخه دغې حمله کښې دوه سيکيورټي اهلکار شهيدان او اتلس نور ژوبل شوي وو ۔
بلخوا ضلعي انتظاميې وئيلي دي چې خار منډا روډ، خار ناواګئۍ روډ او خار صادق آباد عنايت کلي سړکونه کولاؤ کړې شوي ، دغې سيمو بازارونه هم پرانستي شوي دي ۔