اډياله جيل کښې احتساب عدالت جج ناصر جاويد رانا د يوسل نوي ملين پاؤنډز ريفرنس سماعت کړې، سماعت دوران باني پي ټي آئي د بريت درخواست دائر کړېدې ۔
د باني پي ټي وکيل اووئيل چې نيب تراميم فيصلې وروستو يوسل نوي ملين پاؤنډز کيس نه جوړيږي، د کابينې ټولو فيصلو ته تحفظ ترلاسه دې، سوال دا دې چې نيب تراميم نه پس د احتساب عدالت په دې کيس کښې دائره اختيار جوړيږي او کنه ۔
نيب پراسيکيوټر اووئيل که چرې عدالت په دې کيس کښې دائره اختيار لري نو د بريت درخواست اورېدې شي ۔
د باني پي ټي وکيل اووئيل چې مونږ د عدالت دائره اختيار نه دې چيلنج کړې، دائره اختيار فيصله کول د عدالت صوابديد دې، چې له وروستو عدالت د باني پي ټي آئي بريت په درخواست سماعت لسم ستمبر پورې اوځنډولو ۔