صدر مملکت آصف علي زرداري واضحه کړې که چرې بهارت بيا په پاکستان جنګ مسلط کړو نو مونږ تيار يو، پاکستاني افواج د بهارت اووۀ جهازونه تباه کړي وو، مونږه د بهارت نوره تباهي هم کولې شوه خو لږ رحم مو پرې کړې، صدر مملکت دا هم وئيلي چې مودي ته پته لګيدلې چې مونږ د خپل وطن دفاع کولې شو، بهارت دې شکر اوباسي چې مونږ ئې لحاظ کړې، بهارت خپل ځان ته د نړې لوئې معيشت ګڼي، خو اصل کښې څلور ورځې جنګ نشي کولې ۔
ګړهي خدابخش کښې د بے نظير بهټو شهيد اتلسم تلين په موقع جلسې ته وينا کښې صدر مملکت وئيلي چې بهارتي راباندې جنګ مسلط کړې وو، که بيا ئې مسلط کړو نو ورته بيا هم د مخکښې نه زيات تيار يو ، دا ځل به د بهارت تباهي ټوله نړۍ ويني ۔
صدر آصف زرداري اووئيل چې بهارت څلور ورځې جنګ کولو قابل نۀ دې، هسې خپل ځان د نړۍ لوئې معيشت ګڼي، مودي ته ياد ساتل پکار دي چې مونږ ورسره د رحم معامله کړې، که دوباره ئې حمله اوکړه نو د ورځې به ورته د آسمان ستوري ښايو ۔
هغه مخکښې اووئيل چې بهارت لوئې طاقت دې خو د پاکستان پشان ګرده د کوم ځائې نه راوړي؟ بهارت به د پاکستان صدر، وزيراعظم او فيلډ مارشل پشان طاقت د کوم ځائې نه راوړي ؟
صدر مملکت زياته کړې چې کله بهارت سره جنګ شروع شو نو ماته خپل سيکريټري اووئيل چې پناه ګاه ته لاړ شو، ما جواب ورکړې وو چې مونږ ميدان کښې جنګ کولو ته تيار يو ۔
صدر آصف زرداري دا هم اووئيل چې مونږ جنګ کول نۀ غواړو ، ولې چې کوم لاس او سترګې په بد نيت زمونږ طرف ته راځي نو مونږ به ښۀ غاښ ماتې جواب ورکوؤ، او دا چې يو بے وقوف کس نړۍ سره زمونږ اړيکې خرابې کړي،خو مونږ اوس دغه خراب تعلقات سم کړې او دې کښې جنرل عاصم منير هم زمونږ ملاتړ دې ۔

