خېبرپښتونخوا کښې د ګورنرفيصل کريم کنډي او وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور ترمينځ اختلافات نور سيوا شويدي ۔
پيښور کښې ميډېا سره خبرو پر مهال ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي وئيلي چې وزيراعلیٰ سره اسمبلۍ کښې اوس اکثريت نيشته، بائد علي امين ګنډاپور دې اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ واخلي ۔
خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي چې د انتظامي امور سنبهالولو او امن بحالۍ کښې صوبائي حکومت په مکمله توګه ناکامه شوېدې ۔
ګورنرفيصل کريم کنډي دا هم وئيلي چې صوبه کښې د تعليم د شعبے خو حالت دا دے چې د صوبې شپږويشت يونيورسټۍ وائس چانسلرانو نه محرومه دي ۔
ګورنر مخکښې اووئيل چې وزيراعلیٰ په دې څوکو لوټ مار کونکي کسان تعينات کول او د يونيورسټو زمکې خرڅول غواړي خو چې تر څو زه ګورنر يم د هيڅ يونيورسټۍ زمکه به څوک خرڅه نه کړي ۔
ګورنر زياته کړې چې وزيراعلیٰ د اکثريت نه محرومه شويدې، د هغه خلاف تحريک عدم اعتماد راتلې شي،د ګورنر په حېث زۀ هم ګنډاپور ته د اعتماد ووټ اخستو وئيلي شم ۔
ګورنر فيصل کريم کنډې دا هم وئيلي چې ما د مشيرانو او معاونين خصوصې په سمرۍ باندې ځان نۀ دې غلې کړې،واضحه دې کړې شي چې معاؤنين ولې بدلولې کيږې، که چرې هغوي کرپټ وي يا نااهل وي ، نو سزاورته ولې نۀ ميلاويږي ۔