اسلام آباد: صدر مملکت آصف علي زرداري او وزير اعظم شهباز شريف يونان جزيري سره نيزدې کشتۍ ډوبيدو پيښه کښې د پاکستانيانو په مرګ افسوس څرګند کړې دې ۔
صدر مملکت خپل بيان کښې د انساني سمګلنګ مخنيوي لپاره په اقداماتو تيزولو زور راوړے ،او کشتۍ حادثه کښې پحق رسيدلو کورنيو سره ئې غمرازي هم کړيده ۔
بلخوا وزير اعظم شهبازشريف انساني اسمګلنګ يو لوئې جرم ګرځولې او په متعلقه ادارو ئې غږ کړې چې دې ناوړه کار مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړې شي ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې انساني سمګلران يوه داسې ظالمه مافيا ده څوک چې غريب اولس ته د درغو خوبونه ښائي او پيسو لپاره ئې لوټ کوي ۔
وزير اعظم ،داخله وزير ته انکوائري رپورټ زر تر زره د وړاندې کولو هدايت هم کړې او وئيلي دي چې انساني سمګلنګ کښي ککړ عناصر پيژندګلو دې اوشي او سختې سزاګانې دې ورکړې شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف دا هم وئيلي چې مستقبل کښې دغه شان حادثو مخنيوي لپاره دې ټول ضروري ګامونه پورته کړے شي ۔