صوبائی حکومت پنځه اویا تحصیل میونسپل ایډمنسټرشن او څلور زره نه زیات ویلج او نیبر هوډ کونسلو ته فنډ نه ورکولو ضد پېښور هائيکورټ کې سماعت شوے، عدالت د صوبائی حکومت نه جواب غوښتې اور نوټس ئې ورته جاري کړے
د پیښور هائيکورټ جسټس صاحبزاده اسدالله په مشری کښې دوه کسيزه بنچ د رټ پټیشن سماعت کړی، عدالت وئیلی چې صوبائی حکومت شپږ پنځوس تحصیل میونسپل ایډمنسټرشن ته فنډ ورکړې ولې پنځه اویا نور تحصيلونه ئې نظر انداز کړي
هم دا راز څلور زره نه زیات نیبر هوډ او ویلج کونسلو ته ئې هم فنډ نه دی ورکړی
عدالت ته ووئیلی شو چی حکومتی بلدیاتی نمائندګانو ته فنډ ورکړې شوې او اپوزشن نظر انداز کړی شوے کومه چې په خلاص مټ د لوکل ګورنمنټ ایکټ او د ائین خلاف ورزی ده
په دے د پیښور هائيکورټ صوبائی حکومت او متعلقه افسرانو نه جواب غوښتې او نوټس ئې ورته جاري کړے