هنګو کښې شهيد شوي د فيډرل کانسټيبلري درې ځوانانوجنازه ايف سي هيډکوارټر کښې ادا شوې، جنازه کښې وفاقي وزير داخله محسن نقوي، وزيراعلیٰ علي امین ګنډاپور،کمانډنټ ټل سکاؤټس، کمانډنټ ايف سي، او ډي پي او پشمول نور متعلقه چارواکو ګډون کړې، جنازے په موقع شهيدانو ته سلامي وړاندې کړې شوې ۔
هنګو کښې د ترهه ګرو په ځمله کښې شهيد شوي درې ځوانانو جنازه کښې د خېبرپښتونخوا د پوليس آئي جي ذوالفقار حميد، د وفاقي کانسټیبلرۍ کمانډنټ نذير او د خيبرپښتونخوا چيف سېکرټرۍ هم شامل وو ۔
هنګو کښې د ايف سي په قلعه د تره ګرو حمله کښې نائیک صادق حسين، سپاهي عبدالغفار او سپاهي زېور خان شهيد شوي وو ۔
په دې موقع وفاقي وزير داخله د ترهه ګرو حمله کښې ژوبل شوي ايف سي ځوانانو خيريت هم معلوم کړې او وئيلي دي چې د وطن د ساتنې لپاره د شهيدانو قربانۍ هېڅکله ضائع کېدونکې نه دي ۔
محسن نقوي د وزيراعلی سره يوځائې د شهيدانو پر تابوتونو ګلونه هم کيښودي، او فاتحه خواني ئې هم کړي ده ۔
وروسته وفاقي وزير داخله د شهيدانو له کورنيو سره ولیدل، د زړه له کومې يې ورسره غم راځي کړي او د شهيدانو د درجاتو د لپاره يې دعا ګاني غوښتلی ۔