ګرين شرټس نوې تاريخ جوړ کړې، پاکستان ون ډے سيريز کښې جنوبي افريقې ته په هوم ګراؤنډ په اول ځل وائټ واش شکست ورکړيدې ۔
جوهانسبرګ کښې لوبيدلې دريم يو ورځنې ميچ د باران لوجې اووه څلويښت اوورز پورې محدود کړې شوېۍ وؤ، پاکستان په مقرره اوورز کښې د نهه لوبغاړو په زيان درې سوه نهه رنز جوړ کړي وؤ ۔
پاکستان لخوا اوپنر صائم ايوب يو سل يو رنز شاندار سينچري جوړه کړې ده، سيريز کښې د صائم ايوب دا دويمه سينچري وه، محمد رضوان درې پنځوست، بابر اعظم دوه پنځوست او سلمان علي آغا اته څلويښت رنز اننګز لوبولې دې ۔
د کوربه ټيم جنوبي افريقې لخوا کګيسو رباده درې ،مارکوجانسن او فيوچيون دوه، دوه وکټې ترلاسه کړې وې ۔
د پاکستان درې سوه لس رنز په جواب کښې جنوبي افريقه په دوه سوه يو اويا رنز باندې آؤټ شويده، کوربا ټيم لخوا کلاسن يو اتيا رنز شاندار اننګز لوبولې دې ولې ټيم ئې د شکست نه بچ نکړو ۔
پاکستان لخوا صفيان مقيم څلور وکټې ترلاسه کړېدې، شاهين آفريدي او نسيم شاه دوه، دوه لوبغاړې آؤټ کړېدې ۔
آخري ون ډے ميچ او سيريز کښې شاندار بيټنګ باندې صايم ايوب مين آف دي ميچ ګمين آف دي سيريز ايوارډ په خپل نوم کړې دې ۔
دريم ميچ کښې صائم ايوب شاندار يوسل يو، او درې ميچونو کښې په مجموعي توګه دوه سره پنځه ديرز رنز جوړ کړيدي ۔
د پاکستان اوجنوبي افريقې ترمينځ دوه ټيسټ ميچونو باندې مشتمل سيريز اولنې ميچ به په شپږ ويشتم دسمبر شروع کيږي۔ ون ډے سيريز نه وړعاندې جنوبي افريقې ټي ټوينټي سيريز دوه صفر سره په خپل نوم کړې وو ۔