حکومت راتلونکي پنځلس ورځو لپاره د پټروليم مصنوعات نوې قيمتونو اعلان کړې او دې لړ کښې ئې نوټي فکيشن هم جاري کړې دې، اعلاميې مطابق د پټرولو قيمت برقرار ساتلې شوې، هائي سپيډ ډيزل نرخ کښې درې روپې في لټر کمي کړې شوې، د پټروليم مصنوعاتو نوي نرخونه د يکم ستمبر نه عملي کړې شوي ۔
اسلام آباد: د خزانے وزارت لطرفه جاري شوې نوټيفکيشن ترمخه د هائي سپيډ ډيزلو په نرخ کښې درې روپې في لټر کمي کړې شوې، چې ورسره د هائي سپيډ ډيزلو نوې نرخ دوه سوه نهه شپيته روپې نهه نوې پيسې مقرر کړې شوېدې ۔
نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د پيټرولو قيمت يو وارې بيا دوه سوه څلور شپيتۀ روپې يو شپيته پېسې في لټر برقرار ساتلې شوې دې ۔
اعلاميې ترمخه د خاورو تيلو په قيمت کښې هم يوه روپې شپږڅلويښت پيسې في لټر او لائټ ډيزلو قيمت کښې دوه روپې څلويښت پيسې في لټر کمې کړې شويدې ۔
خزانے وزارت مطابق د پټروليم مصنوعاتو نوي قيمتونه د يکم ستمبر نه راتلونکي پنځلس ورځو پورې عملي کړې شوي دي ۔