د بنو په بکا خيل علاقه کښې د ايف ډبليو او اهلکارو ګاډې درياب ته غورځيدلې، ګاډې د سپين وام نه د بنو په طرف روان وو چې پکښې اتلس اهلکار سوارۀ وو،ريسکيو اهلکارو د اوبو نه دوه اهلکارو مړي او اووه ژوبل کسان راويستي دي،د نور بے درکه کسانو لټون لپاره ريسکيو آپريشن جاري دې ۔
بنو: د سيکورټي ذرائعو تر مخه بنو بکاخېل ګربز سيمه کښې د پاک فوج انجینئرنګ ونګ( فيډرل ورکس آرګنازيشن ) ګاډې دريائے ټوچي ته غورځیدلې دې ۔
پيښه کښې دوه اهکاران شهيد او اووه کسان ژوبل شوي او نهه اهلکارانو لټوني عمل جاري دې ۔
ذرائعو وئيلي دي چې د پاک فوج ډمپر ګاډې د شمالي وزيرستان سپين وام څخه بنو ته روان وو په کوم کښې چې اتلس اهلکاران سوارۀ وو ۔
د ايف ډبليو او دغه ګاډې ګربز سيمه کښې د درياب ته غورځيدلې او د پيښي ښکار شوي ۔
د پيښې وروستو مقامي خلقو او ريسکيو ټيم فوري ريسکيو آپریشن شروع کړې او د بے درکه شوي اهلکارانو لټون ئې شروع کړېدې دې ۔

