آئي ايس پي آر ترمخه جنوبي وزيرستان کښې د ترهه ګرو سره مقابله کښې شهيدان شوي شپاړس ځوانانو جنازے مونځ بنو کينټ کښې ادا کړې شوېدې ۔
آئي ايس پي ترمخه شهداؤ کښې شامل د جمرود اوسېدنکې سول کيمره ټيکنيشن وقاص احمد جنازے مونځ هم ادا کړې شوېدې، جنازے مونځ کښې کور کمانډر پيښور، پاک فوج سينئر افسرانو، ځوانانو او ځائي خلقو په تعداد کښې شرکت کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې د شهيدانو قربانې د ترهه ګرې خلاف روان جنګ کښې زمونږ عزم نور مضبوطه وي ۔
د يادورنې وړه ده چې تيره ورځ جنوبي وزيرستان کښې ترهه ګرو مکين چيک پوسټ باندې حملې کوشش کړې وو، ترهه ګرو سره مقابله کښې شپاړس ځوانان شهيدان شوي وو، سختو ډزو په بدلون کښې اته ترهه ګر وژلي شوي وو ۔