تیره ورځ په ضلع مہمند کښې شهید شوي د پاک فوج ځوان انیس امین جنازې مونځ پلارني کلي کاټلنګ الو کلی کښې ادا شوې ناو هغه فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شويدې ۔
کاټلنګ( امان الله حبيب) مہمند کښې دافغان ځواکونو سره په ډزو کښې شهید شوې د پاک فوج ځوان شهید انیس امین د جنازې مونځ کاټلنګ الو کلي کښې ادا شوېده ۔
جنازې مونځ کښې خپل خپلوانو، د پاک فوج افسرانو او د علاقې خلقو په ګنړ شمیر کښې ګډون کړيدې ۔
د جنازې وروستود پاک فوځ چاک وچوبند دستی شهید ته سلامي پیش کړې او هغه ئې د فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلې دې ۔
په دې موقع د شهید په قبر د ګلونو څادر هم خور کړې شويدې ۔

