وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ،طلال چودهري او عطا تارړ وئيلي دي چې د ملک او علاقائي کړکيچن صورتحال په تناظر کښې د پاکستان د خارجه پاليسۍ متعلق بحث نه ډډه کول پکار دي، پريس کانفرنس ته وينا په وخت دوي وئيلي چې اظهار رائے آزادي هرچا ته ترلاسه ده،ولې ريډ لائن کراس کونکو خلاف به کاروائي کيږي، وزيرانو وينا ترمخه پاکستان يو ذمه دار نيوکلئير رياست دې،دفاع او خارجه پاليسۍ باندې موقف واضحه دې، غير ذمه دارانه تبصرې ملګري ملکونو سره د پاکستان تعلقات خرابولې شي
اسلام آباد: اطلاعاتو وزير عطا تارړ او داخله وزير مملکت طلال چوهدري سره په ګډه خبري کانفرنس کولو په وخت وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ وئيلي چي پاکستان په دفاع او خارجه پاليسۍ په ډاګه دريز لري ، موجوده صورتحال لوجې ټوله نړۍ سختې انديښنې ښکار شويدي ۔
وفاقي وزير زياته کړه چې پاکستان د معاملي سفارتي حل راويستو کوشش کړے ، سلامتي کونسل کښې پاکستان خپل دريز په اوچت آواز پورته کړے ، پاکستان خارجه پاليسۍ په حقله د بحث نه ډډه کول پکار دي ۔
وفاقي وزيرانو زياته کړې چې د اظهار رائے آزادي هر چا ته ترلاسه ده خو ريډ لائن کراس کونکو خلاف به سخته کاروائي کولې شي ۔
د هغوي وينا وه چې پاکستان يو ذمه دار نيوکلئير رياست دے،دفاع او خارجه پاليسۍ باندې موقف واضحه دې، غير ذمه دارانه تبصرې ملګري ملکونو سره د پاکستان تعلقات خرابولې شي ۔

