د سپريم کورټ څلور ججانو فُل کورټ اجلاس کښې شرکت نه انکار کړې او چيف جسټس ته ئې يو بل خط ليږلې دې، خط کښې د رولز منظورۍ طريقه کار باندې اعتراضات شويدي، خط مطابق د اجلاس يو نکاتي ايجنډه ايښودې شوې وه، ولې منظورۍ لپاره رولز چرې هم د فُل کورټ مخې ته نۀ دي ايښودې شوي ۔
اسلام آباد: د سپريم کورټ څلور ججانو جسټس منصور علي شاه، جسټس منيب اختر جسټس عائشه ملک او جسټس اطهر من الله چيف جسټس پاکستان جسټس يحيیٰ آفريدي ته يو بل خط ليږلې دې ۔
دغه ججانو خپل خط کښې مخکښې وئيلي دي چې بنيادي اعتراضات لرې کولو پورې فُل کورټ غونډه کښې د شرکت هيڅ فائده نيشته۔
د ججانو په خط کښې دا هم وئيلي شوي چې د پاکستان آئين لاندې کيدونکي اقدامات د سرکوليشن سمرۍ په ذريعه نشي کيدې ۔
خط کښې وئيلي شوي چې کله فُل کورټ په ذريعه د رولز منظوري ضروري نۀ وه نو بيا رولز کښې تراميم لپاره ټولو ججانو باندې مشتمل کورټ ولې رابللې شويدي ۔
خط کښې دا هم وئيلي شوي چې رولز د سرکوليشن په ذريعه منظورۍ نه پس د فُل کورټ غونډه رابلل خو داسې دي لکه يو غلط کار ته قانوني شکل ورکول ۔