لندن کښې ميډيا سره خبرو کښې دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې نهمې مئي حملو کښې ککړ کسان تربيت يافته وو، په دې معاملې فوري فيصلو کولو ضرورت وو، په نهمې مئي حساس مقاماتو حملې کړې شوې وې، هندوستان کښې هم داسې نه دي شوي ۔
خواجه آصف اووئيل چې کومو پينځه ويشت کسانو ته چې سزاګانې ورکړې شوې د هغو مخونه مخې ته راغلي دي، اوس هم ډير کيسونه پاتې دي، هغو فيصلې به هم زر اوشي، ملټري کورټ نه د نهمې مئي مجرمانو ته سزا د پاکستان لپاره يو سنګ ميل دې ۔
دفاع وزير اووئيل چې باني پي ټي آئي د اسټيبلشمنټ کس وو، دوه زره اتلسم اليکشن کښې هغو اقتدار ته راويستې وو، جنرل باجوه مائنس نوازشريف باندې کار کولو،ما سره ئې پخپله په دې معامله رابط کړې وه، باني پي ټي آئي په حکومت کښې اربونو روپو کرپشن شوېدې ۔
وفاقي وزير مخکښې اووئيل چې څو ورځې وړاندې باني پي ټي آئي اسټيبلشمنټ سره مذاکرات کول غوښتل، اوس کميټي کميټي خبري کوي،دغه تبديلي عوام ته په نظر راځي ۔
خواجه آصف اووئيل چې باني پي ټي آئي امريکې په اوګو اقتدار ته راتلل غواړي، که بيروني لاس د دوي مرستي ته راځي نو پاکستان د خپل مفاداتو حفاظت کولې شي ۔
دفاع وزير د باني پي ټي آئي استيبلشمنټ پراډاکټ او شوکت خانم کرپشن په حواله د بي پي ټي آئي خلاف وائټ پيپر جاري کولو اعلان هم کړېدې ۔