د خېبرپښتونخوا مختلفو سيمو آسماني تندر نه پس سيلابونو تباهي خوره کړې، يو سل پنځوس نه زيات کسان پحق رسيدلي، يوشمير ژوبل شوي او يو شمير لاهم بے درکه دي، د بے درکه کسانو لټون او امدادي هلې ځلې جاري دي ،موسمياتو محکمې د بارانونو روانه لړۍ يوشتم اګست پورې جاري ساتلو امکان څرګند کړېدې، پي ډي ايم اے خيبر پښتونخوا کلاؤډ برسټ وروستو د سيلابونو او لينډ سلائيډنګ دوران د ځاني او مالي نقصاناتو تفصېل هم جاري کړېدې ۔
د موسمياتي بدلون اثرات،دخېبرپښتونخوا برنو علاقو کښې د اوبو تندر غورځيدو نه پس سيلابونو تباهي خوره کړې،مختلفو پيښو کښې يو سل، پنځوس نه سيوا کسان پحق رسيدلي، يو شمير ژوبل او يو شمير بے درکه شويدي،طوفاني بارانونو لوجې بونير کښې سيلاب راغلې، ضلعي انتظاميې مطابق پير بابا بازار او خواؤ شا علاقې اوبو کښې ډوبې شوي، سيلابونو لوجې يو سل شل کسانو مړي ميلاؤ شويدي،چغرزئي کښې دکورونه پريوتو پيښو کښې دوه ويشت کسان مړۀ شوي
،د باجوړ په سلارزۍ تحصيل کښې کلاؤډ برسټ او آسماني تندر غورځيدو لوجې سيلابونه راغلي او يويشت کسان ئې مړه کړيدي،متاثره سيمو کښې امدادي کارروائۍ جاري دي،د هيلي کاپټر په ذريعه ټينټونه او ضروري سامانونه متاثره علاقو ته ليږلي شويدي ۔
سوات کښې د تيزو بارانونو لوجې په خوړونو کښې د اوبو سطح لوړه شويده، خوازه خيله ،چارباغ،مدين،بريکوټ او کبل کښې سيلابونه راغلي دي،د چارباغ تحصيل په بشبنړ علاقه کښې يو کور سيلابي اوبو اوړېدے، ريسکيو چارواکو اوبو نه د پنځه کسانو مړي راويستلي دي،سيدوشريف کښې هم يو کور اوبو کښې ډوب شوېدے،فضاګټ کښې يو ګاډي باندې لينډ سلائيډنګ شويدي ۔
د بټګرام په نيل بند کلي کښې سيلابونو لوجې دولس تنه مړه او اتلس بے درکه شويدي،د اسسټنټ کمشنر سليم خان وئيلي دي چې آسماني تندر پريوتو لوجې پنځه کورونه تباه شوي وو چې د هغې وروستو سيلاب راغلې دے، متاثره سيمه کښې ريسکيو آپريشن او د بے درکه کسانو لټون جاري دے ۔
مانسهره کښې د بسيا په مقام يو ګاډې سيلابي اوبو اوړېدے، پيښه لوجې دوه کسان مړه او يو ژوبل شويدے، ريسکيو اهلکارو درې کسان د ګاډي نه حفاظت سره راويستلي دي،بالاکوټ کښې خاورې خټ غورځيدو لوجې مور او لور مړه شويدي،سرن ويلي کښې د لينډسلائيډنګ په وجه دوه سوه پورې سيلګريان ګهير شوي وو،د مقامي خلکو او ريسکيو چارواکوپه کوششونو ټول سيلګريان حفاظت سره محفوظ مقام ته منتقل کړي شويدي
د کوز دير په ميدان سري پاؤ علاقه کښې د يو کور چهت پريوتو پيښه کښې پنځه کسان مړه او څلور ژوبل شويدي، ريسکيو ون ون ټو ټو د ملبے لاندې ګهير مړه او ژوبل کسان راويستلي دي بلخوا ګليات کښې د سيلګرو ګاډې د حادثې ښکار کيدو لوجې پنځه زنانو بشمول اووه کسان ژوبل شويدي ۔
ګلګت بلتستان کښې د بارانونو او سيلابونو سلسله جاري،ګوپس کلي کښې سيلاب تباهي خوره کړيده، سيلاب لوجې لس تنه مړه شوي،اتيا کورونه سيلابي اوبو اوړيدي بلخوا مقبوضه کشمير او آزاد کشمير کښې هم کلاوډ برسټ ځاني زيانونونه کړيدي،مظفرآباد کښې شپږ تنه او د مقبوضه کشمير کشتواړ کلي کښې شپږ څلويښت کسان مړه او په درځنونو ژوبل شويدي ۔