د هنګو تحصيل ټل کښې سرچ اينډ سټرائیک آپریشن په دوئمه ورځ هم جاري ساتلې شوې چې پکښې پنځه ملزمان نيولي شوي او هغوي قبضې نه وسله هم ترلاسه شويده ۔
هنګو: ضلعي پوليسو مشر عبدالصمد خان وئيلي دي چې د ضلعې مختلفو سيمو کښې ترهه ګرو خلاف په دوئمه ورځ هم کاروائيانې جاري ساتلې شويدي ۔
د هنګو ډي پي او مخکښې وئيلي چې دغه کاروائيانو کښې پنځه شکمن کسان نيولي شوي او د هغوي قبضې نه وسله ترلاسه شويده ۔
هغۀ اووئيل چې څوک هم يمه کښې د امن خرابولو کوشش کوي هغوي خلاف به پوليس او سيکيورټي ادارې په شريکه کاروائيانې جاري ساتي ،د سيمې امن خرابولو اجازت هيچا ته نشو ورکولې ۔
عبالصمدخان زياته کړې چې د سيمې اولس په مرسته به مونږ دغه سیمې د هر قسمه ترهه ګرۍ او جرمونو نه پاکوؤ او امن به په هر صورت بحالولې شي ۔