د پېښور صدر بازار کښې ودانۍ راپريوتې ، پيښه کښې پنځه کسان د ملبې لاندې ګير شوي وو،څوک چې ريسکيو اهلکارانو راويستي او هسپتال ته ئې منتقل کړېدي، ريسکيو مطابق د دوؤ کسانو حالت نازک دې، بلخوا ګلبيله سيمه کښې مور او ځوئې نالۍ ته غورځيدلي ، ريسکيو دواړه کسان هسپتال ته منتقل کړي،او حالت ئې خطرې نه بهر ښودلې شويدې ۔
پيښور: د ريسکيو چارواکو وينا ده چې هغوي ته اطلاع ميلاؤ شوې وه چې د صوبائي سرښار صدر بازار جي پي او سره نيزدې يوه ودانۍ را پريوتې ده ۔
ترجمان وئيلي دي چې د رسيکيو امدادي ټيمونه د پېښې ځائې ته ورسيدل او په فوري توګه ئې امدادي هلې ځلې شروع کړې ۔
بلخوا دپېښور ګلبيله کلي سره نيزدې مور او ځوئې يوې نالۍ ته پريوتي چې د ريسکيو امدادي ټيمونو مور او ځوئې په حفاظت سره راويستي دي ۔
ريسکيو ترجمان ترمخه مور او ځوئې نور علاج لپاره هسپتال ته رسولې شويدي، او د دوي دواړو حالت د خطرې نه بهر ښودلې شويدې ۔