بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز کامياب عمليات، پنځلس شرخوښي وژلي شويدي، آئي ايس پي آر ترمخه هرنائي علاقه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع د آپريشن دوران دولس او په بسيمه علاقه کښې درې ترهه ګر وژلي شويدي او د دوي نه لوئې شمير کښې وسله او بارودي مواد برآمد کړي شويدي ۔
د پاک فوج ترجمانې ادارI له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان په هرنائي او بسيما ضلعو کښې په خفيه اطلاع سيکيورټي فورسز کاروائيانې کړي دي ۔
د آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلي شوي چې دغه کاروائيانو کښې پنځلس ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې ترمخه هرنائي ضلع کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع شوې کاروائۍ دوران دولس ترهګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دوئمه کاروائي بسيمه ضلع کښې شوې چې پکښې درې ترهه ګر وژلي شوېدي ،وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه وسله ، ګوله بارود او چاؤديدونکي مواد ترلاسه شوې ۔
آئي ايس پي آر مطابق کاروائۍ دوران د ترهه ګرو خفيه ټهکانې په نښۀ کړې شوې او په دې مهال د ترهه ګرو سره د ډزو سخته تبادله هم شوې ده ۔

