فيلډمارشل عاصم منير د آذربائيجان د وزيردفاع سره ليده کاتۀ کړي او ورسره ئې د شريکې دلچسپۍ، علاقائي سلامتيا او دواړو ملکونو ترمينځ دفاعي تعاون په معاملو خبرې کړيدي ۔
آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل عاصم منير لاچين ښار کښې د آذربائيجان د وزير دفاع کرنل جنرل زاکر اوغلو سره ملاقات کړېدې ۔
ملاقات دوران د پاکستان او آذربائيجان ترمينځ دفاعي تعاون مضبوطولو،د سيمې سلامتيا صورتحال او د شريکې دلچسپې په معاملو خبرې شويدي ۔
فيلډ مارشل د دواړو ملکونو ترمينځ د ښه تعلقاتو ستائينه کړېده او د آزربائيجان سره دفاعي تعلقات نور هم مضبوطولو د عزم اظهار ئې کړېدې ۔