لکي مروت وانډه پائنده خان سيمه کښې تيره شپه نامعلومه وسله والو ايف سي اهلکار ذين الله په ډزو شهيد کړې دې او نصر خيل سيمه کښې ئې مقامي امن کميټۍ غړې سميع الله حجره بارودي مواد سره الوزولې ده ۔
پوليس مطابق ذين الله بلوچستان ايف سي کښې ډيوټي کوله او په چهټي کورته راغلې وو، پيښې نه پس نامعلومه وسله وال په آسانه تښتيدلي دي ۔
ياده دې وي چې وانډه پائنده خان سيمه ترهه ګرۍ نه سخته متاثره سيمه ده، دلته په پوليس او پاک فوج اهلکارو باندې هم سو سو ځله بريدونه شوې دي ۔
سه موده مخکښې ترهه ګرو د سرکاري فيکټري ملازمين هم دې ځائې نه تښتولي وو څوک چې اکثر تر اوسه نه دي برآمد کړې شوي ۔
دغه شان تيره شپه نامعلومه وسله والو نصر خيل کښې د مقامي امن کميټۍ غړې سيمع الله حجره هم بارودي مواد سره الوزولې شويده ۔