نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شويده، د اسلام آباد هُمک تهاڼې کښې درج شوې ايف آئي آر ترمخه ټاک ټاکره آؤټ لوفره خپل خاوند په ډزو ويشتې او خاوند ئې بيا په خپله هم خودکشي کړېده، وئيلي کيږي چې خودکشي کونکي کس اټک پوليس اهلکار وو ۔
د اسلام آباد هُمک تهاڼه کښې درج شوې ايف آئي آر مطابق مشهور ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره خپل خاوند قتل کړې ده ۔
پوليس مطابق محمد صادق نومې کس د خپلې کورودانې وژلو نه پس په خپله هم خودکشي کړېده ۔
ايف آئي آر مطابق ټک ټاکره د اټک اوسيدونکې وه او خاوند ئې اټک پوليس کښې اهلکار وو ۔
د ايف آئي آر متن کښې وئيلي شوي چې خزې خاوند ترمينځ به اکثر کورني جهګړې وې، پوليس د پيښې نورې پلټنې شروع کړيدي ۔

